22.02.2012
اړيكي ارشيف استاد روهي ويډيو گانې انځورونه زموږ هدف كور پاڼه
زموږ هدف

زموږ ګران هېواد افغانستان د آزادۍ،عقيدې او ملي نواميسودساتنې په لار کې له سرښندنو ، مبارزو او وياړونو ډک تاريخ لري. افغان ملت د تاريخ په اوږدو کې ثابته کړې، چې که له يوې خوا له خپلې خپلواکۍ څخه د سر په بيه ساتنه کوي، نو له بلې خوا د دې ځواک او وړتيا هم لري چې لوی تمدنونه وپنځوي او ولسونو ته د سولې او مدني ژوند شرايط برابر کړي، چې په تاريخي افغانستان او سيمه کې د افغانانو لويې امپراتورۍ يې غوره بېلګې دي.
افغانستان داسې هېواد دی، چې د خپل جيوپوليټک موقعيت له امله تل د زبرځواکونو تر بريد ﻻندې راغلی او غوښتي يې دي، چې دغه هېواد تر خپلې ولکې ﻻندې راولي. وروستيو څېړنو دا ښودلې، چې زموږ ګران هېواد همداراز د طبعي زيرمو له پلوه هم يو بډای هېواد دی له دې امله تصادفي نه ده، چې افغانان د يوې زبرځواک په ګونډو کولو او ويستلو وروسته له بل سره ﻻس او ګريوان وي.
نن سبا افغان ولس دخپل تاريخ په يو بل تور،ستونزمن او حساس پړاو کې دنړيوالو او سيمه ييزو ځواکونو د پټو او ښکاره يرغلونو موخه ګرځېدلی. په تېرودريو لسيزو کې، چې افغانستان د ختيځو او لوېديځو زبر ځواکونو له خواد يوې تپل شوې جګړې په اور کې سوځي که څه هم افغانانو د عقيدې، خپلواکۍ، سولې او ثبات په نامه ډېرې لويې قربانۍ ورکړي، خو تر اوسه يې دخپلو قربانيو له ثمرې څخه خوند نه دی اخيستی. حال دا چې د افغانانو له قربانيو څخه په لسګونو ختيځو او لوېديځوهېوادونو ګټه واخيسته، د افغانانو د وينو په بيه په لسګونو هېوادونو خپلواکي تر لاسه کړه، خو خپله افغانستان لا زيات د اسارت په زولنو کې ښکېل شو.که څه هم په افغانستان کې د نړېدلو بنسټونو د بيا رغاونې او رښتيني خپلواکۍ لپاره څوځلې تاريخي چانسونه ترلاسه شول، خو له بده مرغه په افغان ولس کې هغسې واک او ځواک موجود نه و، چې له دغوتاريخي چانسونو څخه د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره وړ ګټه واخلي.
د افغانستان اتنيک جوړښت هم داسې دی، چې اکثريت قومونه يې د پولې بهر او اقليتونو يو هېواد په اوسني شکل سره رامنځته کړی دی. له دغه جوړښت نه استعمارګرو هېوادنو تل د ځان په ګټه کار اخيستی او له هغه تاکتيک نه يې کار اخيستی، چې وايي: بېل يې کړه او ايل کړه.
د افغانستان يوه لويه تشه دا ده، چې په دغه هېواد کې سياسي ملي بنسټونو، چې يوازې د هېواد ملي ګټو ته وفاداره او ژمن وي يا خو نشته او يا هم دا ځواک نه لري، چې خپلې ګټې خوند کړي او تل پاتې سوله رامنځته کړي.که څه هم زموږ په ګران هېواد افغانستان کې لوی لوی شخصيتونه تير شوي، خو تر شا يې د يوه منظم جوړښت د نشتوالي له امله بيا هم په زړه پورې پايلې نه دي تر ﻻسه شوي.
وروستي څو لسيزې د کړکيچونو او پېښو ډک کلونه ښکاري . نه يوازې زموږ په ګران هېواد بلکې په ټوله نړۍ کې زياتې پېښې کيږي . د يوويشتمې پېړۍ له پيل سره د نړۍ څېره ډېره بدله شوې، څومره چې ساينس او تخنيک پرمختګ کوي همدومره ورسره د طاغوتي ځواکونو شيطاني دسيسې هم پياوړي کيږي. دوی نه يوازې اټومي او نورې وسلې لري بلکې پر مختللي وسايل د څارګرۍ لپاره کاروي. له ميډيا نه هم د يوې بلې وسلې په توګه کار اخستل کيږي.
په داسې شرايطو کې د نړۍ ټولو هيومانيست (بشر دوسته ) انسانانو او په ځانګړې توګه هېوادپالو افغانانو لپاره اړينه ده، چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په ګډه د بشر ضد، استکباري او استعماري قوتونو پر ضد مبارزه وکړي. د يوه نامتو عالم خبره ده، چې وايي: څوک چې مبارزه کوي، کيدی شي ويې بايلي خو څوک چې مبارزه نه کوي هغوي ﻻ دمخه بايللې. بايد ووايو، چې د مبارزې ډولنو زيات دي او هر څوک به د خپل وس سره په دغه برخه کې ونډه اخلي.
د روهي ويب پاڼه د افغانستان د لوی مبارز او نوميالي عالم شخصيت ارواښاد استاد محمد صديق روهي د نوم په وياړ جوړه شوې. دغه ويب پاڼه يوه خپلواکه ناپېلې او غيرانتفاعي ويب پاڼه ده. د دغه ويب پاڼې ډيري کارکوونکي، هغه هېوادپاله افغانان دي، چې بې له کوم معاش او ګټې او د قربانۍ په ورکولو سره خپلې رسنۍ ته کار کوي. دغه قدرمن کارکوونکي لکه نومورکي سپاهيان په ډېرو سختو شرايطو کې له راز راز ګواښونو سره مخ دي، لېکن خپل هوډ نه پريږدي او د اسلام سپېڅلي دين، وطن او ملت پر ضد دسيسې بربنډوي.
د روهي ويب پاڼه د هر هېواد دوسته افغان ده او هر څوک کولی شي، چې خپله مرسته ورسره وکړي او ټولو ته يې غيږه پرانيستې ده او د چا په انحصار کې نه ده ( دا زموږ د يوې بلنې په توګه هم ومنئ !).
بايد ووايو، چې د دغه ويب پاڼې کارکوونکي او همکاران هم د ستر روهي پر پلونو پل ږدي او د ده ﻻره او پرنسيپونه تعقيبوي. د دې پاڼې عمده پاليسي په دې ډول ده:

- افغانستان يو خپلواکه اسلامي هېواد دی او د دې هېواد ټول اوسېدونکي د افغان ولس دلويې کورنۍ غړي دي، چې مساوي حقونه او مکلفيتونه لري. افغانستان يو اسلامي هېواد دی او د اسلام پر ضد پارونو او ليکنو ته په دې پاڼه کې ځای نه ورکول کيږي.

- زموږ په اند په تېرو دريو لسيزو کې د افغانستان ملي هويت، ملي يووالي، ملي او معنوي ارزښتونو ته د جګړو، مهاجرتونو او بهرنيو لاسوهنو له امله ډېر درانه زيانونه رسېدلي. موږ د داسې افکارو سره په کلکه مخالف يوو، چې افغان هويت نه مني. افغانستان يو ګڼ توکميزه هېواد دی او موږ خپله دنده ګڼو، چې د يو قوم يا حکومت لخوا د بل قوم يا توکم حقوق تر پښو ﻻندې نشي.

- موږ د انساني کرامت ته په درناوي سره، غواړو چې هر انسان ازاد وي او تر هغه ازاد وي، چې نورو ته يې زيان نه رسيږي. زموږ په وروسته پاتې ټولنه کې د ښځو د حقوقو څخه دفاع خپله دنده بولو او غواړو د دوی د ودې او بسيا کيدو لپاره ډېر کار وکړو.

- موږ به د جيدو علماوو، ټولنپوهانو، فرهنګيانو او سياستوالو په مرسته د ټولنيزې اصلاح، معنوي بيا رغاونې اوولسي ويښتيا په موخه دننني عصر د غوښتنوپه رڼا کې يو پياوړی ټولنيز بدلون لپاره هڅه کوو.

د دغو لويو ټکو په پاملرنې سره، که څوک له موږ سره يووالی ښيي نو موږ به تل د دوی په خدمت کې يوو. راځئ، په داسې مهال، چې په لر او بر کې د افغان پر ضد لويې دسيسې روانې دي، ﻻس سره يو کړو او خپل دين او دندې په ښه شان ادا کړو.

د يوه خپلواک، اباد او پر ځان بسيا افغانستان په هيله.
مننه
د روهي ويب پاڼې ادره
mdweyal@gmail.com

©www.rohi.af All rights reserved 2006-2012 Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  ويډيو گانې |  اړيكي |