18.05.2012
اړيكي ارشيف استاد روهي ويډيو گانې انځورونه زموږ هدف كور پاڼه
 د اونۍ څېره  
 د ورځې انځور
 خبرونه  
 بارک اوباما به يو په يو له زرداري سره ونه ګوري
بارک اوباما به يو په يو له زرداري سره ونه ګوري

د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري د شيکاګو په کنفرانس کې د ګډون لپاره امريکا ته روان دی خو د جمهور رييس بارک اوبا سره به  يو په يو  و نه ګوري.

د سپينې ماڼۍ څخه يوه تن چارواکي ټام ډونيلون  Tom Donilon خبرياﻻنو ته ويلي، چې بارک اوباما دومره وخت نه لري، چې د 61 هېوادنو له هر يو مشر سره په جلا توګه وګوري. نوموړي زياته کړې، چې له زرداري سره به په ډله ييزه ليدنه کې خبرې وشي، چې د ګاونډي هېواد افغانستان د جګړې اړوند خبرې کيږي.

زيږ اڅړ
18.05.2012
بارک اوباما به يو په يو له زرداري سره ونه ګوري...
بارک اوباما به يو په يو له زرداري سره ونه ګوري

د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري د شيکاګو په کنفرانس کې د ګډون لپاره امريکا ته روان دی خو د جمهور رييس بارک اوبا سره به  يو په يو  و نه ګوري.

د سپينې ماڼۍ څخه يوه تن چارواکي ټام ډونيلون  Tom Donilon خبرياﻻنو ته ويلي، چې بارک اوباما دومره وخت نه لري، چې د 61 هېوادنو له هر يو مشر سره په جلا توګه وګوري. نوموړي زياته کړې، چې له زرداري سره به په ډله ييزه ليدنه کې خبرې وشي، چې د ګاونډي هېواد افغانستان د جګړې اړوند خبرې کيږي.

زيږ اڅړ
 حنا رباني کهر: د ناټو لپاره به ډېر ژر ﻻره پرانستل شي
حنا رباني کهر: د ناټو لپاره به ډېر ژر ﻻره پرانستل شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره مېرمن حنا رباني کهر ويلي، چې دوی به د ناټو پر مخ اکماﻻتي ﻻره ډېر ژر پرانيزي. د نوموړې په وينا، چې  ناټو د ﻻره ورکول په دې مانا دي، چې پنځوس هېوادنو سره، چې په افغانستان کې پوځيان لري مرسته ده او دا يوازې امريکا نه ده. نوموړې دا هم ويلي، کې دوی په دې هکله اندېښنه ونکړي، چې مخالفين يې څه وايي.

د يادودنې ده، چې دغه څرګندونې په داسې مهال کيږي، چې د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو کنفرانس جوړيدونکی دی او د افغانستان او سيمې اړوند خبرې اترې به هم په کې وشي. د شيکاګو کنفرانس ته د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري ته هم بلنه ورکړل شوې.

سپينتمان
18.05.2012
حنا رباني کهر: د ناټو لپاره به ډېر ژر ﻻره پرانستل شي...

 فرانسوا اوﻻند به هم د شيکاګو په کنفرانس کې ګډون وکړي
فرانسوا اوﻻند به هم د شيکاګو په کنفرانس کې ګډون وکړي

د فرانسې تازه ټاکل شوی جمهور رييس فرانسوا اوﻻند د خپل دندې له پيل سره په دوهم رسمي سفر کې به امريکا ته د بهرنيو چارو وزير په ملتيا سفر وکړي. نوموړی به د خپل سفر په موده کې له بارک اوباما او د ناټو د عمومي منشي سره خبرې وکړي.

د رېپوټونو له مخې، د ناټو لخوا په شيکاګو کې د مې په شلمه نېټه کنفرانس هم جوړيدونکی دی، چې فرانسوا اوﻻند به هم په ګډون ولري.  اوﻻند به نن ورځ دغه سفر د امريکا په لوري پيل کړي او  په دې توګه به لومړی د جي 8 په غونډه کې ګډون وکړي او بيا به د شيکاګو کنفرانس ته هم ورودانګي.

زيږ اڅړ
18.05.2012
فرانسوا اوﻻند به هم د شيکاګو په کنفرانس کې ګډون وکړي...

 د فراه وﻻيت د تيرې ورځې  په بريدونو کې 11 تنه وژل شوي
د فراه وﻻيت د تيرې ورځې په بريدونو کې 11 تنه وژل شوي

تيره ورځ د فراه د وﻻيت پر مقام باندې د څلور تنو ځانمرګو لخوا بريدتر سره شو. په دغه بريد کې د فراه وﻻيت والي ډاکټر اکرم خپلواک ته زيان نه دی رسيدلی خو مرګ ژوبله پېښه شوې.

د نښتې په پايله کې يولس تنه وژل شوي، چې څلور تنه يې په خپله ځانمرګي بريدکوونکي، شپږ تنه پوليس او يو ملکی وګړی هم  د پېښې قرباني شوی.

سپينتمان
18.05.2012
د فراه وﻻيت د تيرې ورځې په بريدونو کې 11 تنه وژل شوي...
د فراه وﻻيت د تيرې ورځې په بريدونو کې 11 تنه وژل شوي

تيره ورځ د فراه د وﻻيت پر مقام باندې د څلور تنو ځانمرګو لخوا بريدتر سره شو. په دغه بريد کې د فراه وﻻيت والي ډاکټر اکرم خپلواک ته زيان نه دی رسيدلی خو مرګ ژوبله پېښه شوې.

د نښتې په پايله کې يولس تنه وژل شوي، چې څلور تنه يې په خپله ځانمرګي بريدکوونکي، شپږ تنه پوليس او يو ملکی وګړی هم  د پېښې قرباني شوی.

سپينتمان
په لغمان ولايت کې دسولې جام سيالۍ نيمه پاى لوبو ته ورسيدې.
په لغمان ولايت کې دسولې جام سيالۍ نيمه پاى لوبو ته ورسيدې.

دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دلغمان استازى ميوندمجاهد وايي دشپاړس لوبډلو ترمنځ پيل شوي دسولې جام سيالۍ نيمه پاى لوبوته ورسيدې

نوموړى زياتوي په دغه لوبوکې لغمان اکاډمي اى،کوټه تور،الينګارنيازي او لغمان اکاډمي بي لوبډلو خپلو سيالانو ته په ماتو ورکولو سره وکولاى شول چې دسولې جام سياليو نيمه پاى لوبو ته لاره پيدا کړي .

مجاهد په وينا ټاکل شوې چې دسولې جام نيمه پاى لوبې دجمعې او پاى لوبه يې دشنبې په ورځ ترسره شي .

بل پلو دجمعې په ورځ په غازي امان الله خان لوبغالې کې دکونړ او لغمان ولايتونو داولس کلنو منتخبو لوبډلو ترمنځ يوه ورځنۍ سيالي ترسره شي .

دميوندمجاهد په وينا ددغه سيالۍ لپاره يې دضياالحق اورياخيل تر روزنې لاندې پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړي چې په کې مسعود عزيزي (د لوبډلې کپتان)، فريد حکيمزي (نايب کپتان)، نصير سهاک،نور سعيد عبدالرحيمزي، محبت نيازى، ننګيالى عبدالرحيمى،سيارسادات،هيوادعبدالرحيمزى، منصورعزيزي،لطيف کوهستاني،پرديس سنګري،اسدسنګري،مېرويس عبدالرحيمزي،حامدلغمانى اوقاري واحد واحدي شامل دي .

17.05.2012
په لغمان ولايت کې دسولې جام سيالۍ نيمه پاى لوبو ته ورسيدې....

چيتا لوبډله دشهيدمنان احمدزي جام اتله شوه .
چيتا لوبډله دشهيدمنان احمدزي جام اتله شوه .

دافغان چيتا او سوپرسټار لوبډلو ترمنځ پاى لوبه چې دچهارشنبې په ورځ ماسپښين ترسره شوه،افغان چتيا لوبډلې وکولاى شول چې سوپرسټار لوبډلې ته په درې ويکټو ماتې ورکولو سره ددغه سياليو اتلولي خپله کړي .

په دغه لوبه کې سوپرسټار لوبډلې پچه وګټله اولومړى دتوپ وهنې فيصله وکړه،چې ټوله لوبډله يې په درې شپيته منډو باندې وسوزيده

په ځواب کې دچيتا لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په نهم اورکې داوه لوبغاړو په سوزيدو سره پوره کړې او په درې ويکټو په دغه پاى لوبه کې سوپرسټار لوبډلې ته په ماتې ورکولو دشهيدمنان احمدزي جام پاى لوبه وګټي .په دغه لوبه کې دچيتا لوبډلې له لورې جاويدرحيمي چې په توپ وهنه کې پنځه څلويښت منډې کړې وې دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.

ديادونې وړده چې دپاى لوبې په مراسموکې دشهيدمنان احمدزي دکورنۍ سربېره دننګرهار ولايت مرستيال،دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امر،دولايتي شورا غړى جاويدزمان،دولايت مالي اواداري رئيس،دځوانانو چارو امر،دبدني روزنې امر،يوشمير نورچارواکې،مسؤلين،فلمي لوبغاړو اوپه زرګونو ځوانانو په کې برخه اخيستې وه .

په پاى کې لوبغاړو ته مډالونه،کپونه اونغدې انعامات،مشرانو ته دقدرپګړۍ او دسيالۍ جوړونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول

17.05.2012
چيتا لوبډله دشهيدمنان احمدزي جام اتله شوه ....

خوست وﻻيت کې فرهنکي خوځښتونه زيات شوي
خوست وﻻيت کې فرهنکي خوځښتونه زيات شوي

 د خوست د اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت كې فرهنګي خوځښتونه دومره ډېراو منظم دي چې د هيواد د لومړۍ درجې ولايتونو سره يوشان دي، په خوست كې د دوو ټلويزيوني چينلونواو شپږ راډيوګانو اوريدونكوترڅنګ د كتاب مينه وال او لوستونكي هم زيات شوي دي.

دا څرګندونې په هغه غونډه كې وشوې چې د خوست د اطلاعات او فرهنګ په رياست كې د كتاب د  اونۍاو د كتابونود نندرتون د پرانستې په موخه جوړه شوې وه.

دا لومړى ځل دى چې په خوست كې د كتاب اونۍ نمانځل كيږي او بيا د كتابونو نندرتون جوړيږي، د خوست ولايت د اطلاعات او فرهنګ ريس محمدامين شاه الفت وايي چې دامهال په خوست كې د كتابونو لوستل او د كتاب مينه وال ډېرشوي دي د دې ښه ثبوت په لنډ وخت كې د بېلابېلوموضوعاتو ترڅلويښت عنوانه كتابونوچاپول په ښاركې د كتاب پلورنځيواو د عامه كتابتونو زياتوالى دى.

ده زياته كړه چې په خوست كې فرهنګي وضعيت د هيواد د لوموړۍ درجې ولايتونوسره برابراو له نورو ډېرو ولايتونووړاندې دى، اوس يې د كتاب اونۍ په وياړهغه دولس زره عنوانه كتابونه د درو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې كړي چې د فرهنګ رياست په عامه كتابتون كې دي او هره ورځ به ترې په لسګونه مينه وال ليدنه كوي.

په همدې مهال ځينو ګډونوالوپه خوست كې له شته ليكوالانوغوښتنه وكړه چې د خوست خلكود هغو رواجونواو دودونوپه برخه كې څيړنې وكړي چې دا مهال د وركيدو او هيريدو په حال كې دي او بله داچې د كتابونو د ليكلوپه برخه كې مسلكيتوب ته پاملرنه وكړي.

اسدالله نصرت
17.05.2012
خوست وﻻيت کې فرهنکي خوځښتونه زيات شوي...

تر څلور سوه زيات زده کوونکي په خوست کې مسموم شوي
تر څلور سوه زيات زده کوونکي په خوست کې مسموم شوي

 په خوست ولايت كې د يوه ښوونځي له څلور سوه ډېره زده كوونكي مسموم شوي دي، د خوست ملكي روغتون ډاكټران وايي چې دوى ته يې نږدې څلورسوه مسموم شوي زده كونكي راوړي چې اوس تر درملنې لاندې دي، د زده كوونكوترڅنګ درې ښوونكي هم مسموم شوي دي.

د سيمې خلك وايي چې زده كوونكووروسته له هغې خپل حالت له لاسه وركړ چې د ښوونځي پمپ اوبې يې وڅښلې، تراوسه پوره نه د معلومه چې د دې مسموم كيدو لامل څه دى.

د سه شنبې په روځ د خوست ولايت د مندوزيو ولسوالۍ اړوندد ورځې سميې د هلكانو ليسې له څلورسوه ډېره زده كوونكي مسموم شوي دي، موږ چې كله د خوست ملكي روغتون ته ورغلو د روغتون په واټونو او دهليزونوكې په لسګونه ماشومان چې ډېروته يې سيرومونه تېرشوي وو، پرځمكه پرته وو،  په روغتون كې د زده كوونكو وارثينواو د ښوونځي ښوونكو وويل سهار چې كله په ښوونځي كې زده كوونكواوبه څښلي له يوه ساعت تېريدو وروسته يو يو بي هوشه كيدو اخردا شمېرله څلورسوه هم واوښتو، دوى زياته كړه چې سيمه والوپوليسو، ملكي روغتون او كليوالوته خبر وركړ او سم لاسي سيمې ته پوليس، د روغتون امبولانسونه او د كليوالو موټر راغلل او زده كوونكي يې په بېړه د خوست ملكي روغتون ته ورسول:

په همدې اړه د خوست ملكي روغتون سرطبيب ډاكټرامين الله وايي چې دوى ته يې له غرمې وروسته نږدې څلورسوه مسموم شوي زده كوونكي چې زياتره يې بي هوشه شوي وو، راوړي دي، ده زياته كړه چې له دې ډلې  ترسلوپورې زده كوونكو حالت ښه نه وو او بسترشوي او پاتې نور يې هم تردرملنې لاندې خو زر به كورونوته رخصت شي.

د ياده ولوده چې له نن نه څوكاله وړاندې د همدې ليسې وداني د شپې پرمهال د نامعلوموكسانولخواپه ماينونو هم الوځول شوې وه چې وروسته بياله سره جوړه شوه او تراوسه د دې پېښې اصلي لامل هم نه دى معلوم شوى خو ډاكټران وايي چې په همدې موخه يې سيمې ته پلاوى ليږلي دى.

اسدالله نصرت
17.05.2012
تر څلور سوه زيات زده کوونکي په خوست کې مسموم شوي...

د مهاجرينو عالي کمشنرۍ د افغانانو لپاره وړيا روغتون جوړوي
د مهاجرينو عالي کمشنرۍ د افغانانو لپاره وړيا روغتون جوړوي

د ملګري ملتونو ذ کډوالو اداره وايي چې دوی په کراچۍ کې د افغانانو لپاره يو وړيا کلينيک په کراچۍ جوړ کړي چې پکې به د مې په مياشت کې هره پنجشنبه د سترګو ناروغانو کتل کيږي. د ملګري ملتونو د کډوالو د ادارې يو کار کونکی وايي چې موږ د هاغه افغانانو لپاره چې د کمپونو څخه د باندې ژوند کوي او په بدخالت دي پدې برخه کې يو مرسته  وکړو

لمر
17.05.2012
د مهاجرينو عالي کمشنرۍ د افغانانو لپاره وړيا روغتون جوړوي...
د مهاجرينو عالي کمشنرۍ د افغانانو لپاره وړيا روغتون جوړوي

د ملګري ملتونو ذ کډوالو اداره وايي چې دوی په کراچۍ کې د افغانانو لپاره يو وړيا کلينيک په کراچۍ جوړ کړي چې پکې به د مې په مياشت کې هره پنجشنبه د سترګو ناروغانو کتل کيږي. د ملګري ملتونو د کډوالو د ادارې يو کار کونکی وايي چې موږ د هاغه افغانانو لپاره چې د کمپونو څخه د باندې ژوند کوي او په بدخالت دي پدې برخه کې يو مرسته  وکړو

لمر
17.05.2012
د چېک جمهوريت له افغانستان څخه د خپل
د چېک جمهوريت له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو طرحه اعلان کړه

د چېک جمهوريت پرون په پراګ کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د تدريجي ايستلو طرحه اعلان کړه. د دغې طرحې له مخې د چېکي پوځيانو شمېر به په 2013 کال کې 593 تنو ته راکم شي او په 2014 کال کې به 340 تنو ته ورسېږي. اوسمهال چېک په افغانستان کې 640 تنه پوځيان لري. دا طرحه بايد د تصويب لپاره پارلمان ته لاړه شي.

امين الله هوتک
17.05.2012
په پاکستان کې يوشمېر سفارتونو ته زهر
په پاکستان کې يوشمېر سفارتونو ته زهر جن پوډر استول شوي دي

په پاکستان کې د اسلام ابادپوليس خبر ورکوي، چې پرون په دغه ښار کې د يو شمېر هېوادونو سفاروتونو ته د پوستې له لارې زهر جن پوډر او له ګواښه ډک ليکونه استول شوي دي. پوليس وايي چې د برتانيې، فرانسې او اسټراليا سفارتونو ته داسې پاکټونه استول شوي،چې نيم ګرام زهر جن پوډر پکې و. همداراز په حيدر اباد ښار کې هم د يو شمېر هېوادونو قونسلګريو ته ورته پاکټونه استول شويدي. پوليس وايي، چې ښايي دا کار د ناټو پر مخ د اکمالاتي لارو دپرانيستو د اعلان په غبرګون کې شوی وي.

امين الله هوتک
17.05.2012
يوسف رضا ګېلاني: ډېر زر به د ناټو د اک
يوسف رضا ګېلاني: ډېر زر به د ناټو د اکمالاتو پر مخ لاره پرانيستل شي

پرون دپاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني اعلان وکړ، چې ډېر زر به د ناټو د اکمالاتو پر مخ لاره پرانيستل شي. نوموړي د پرانيستلو دقيقه نېټه ونه ښوده، خو دا لومړی ځل دی چې په رسمي توګه د لارې د پرانيستو په اړه خبرې کېږي. له دې سره جوخت ناټو د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته بلنه ورکړه، چې راتلونکې اونۍ په شيکاګو کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. پاکستان د امريکايي الوتکو په بريد کې د خپلو 24 سرتېرو د وژلو په احتجاج کې په بن کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس کې ګډون نه و کړی، خو داسې ښکاري چې داځل به نوموړی دناټو په سرمشريزه کې، چې زياتره د افغانستان پر مسايلو څرخي، ګډون وکړي.

عبدالله اڅړ
17.05.2012
په بدخشان کې 6 تنه وژل شوي دي
په بدخشان کې 6 تنه وژل شوي دي

په بدخشان کې امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې پرون د دغه ولايت په وردوج ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا عمليات شوي دي، چې له امله يې څلور تنه وسله وال مخالفين او دوه تنه پوليس وژل شوي دي. دخبر له مخې پنځه تنه وسله وال مخالفين هم نيول شوي دي. ورودوج د بدخشان ولايت يوه نا ارامه ولسوالي ده، چې د څو عملياتو سربېره بيا هم امنيت نه دی راغلی.

عبدالله اڅړ
17.05.2012
افغانستان له جرمني سره هم ستراتيژيک
افغانستان له جرمني سره هم ستراتيژيک سند لاسليک کړ

پرون ولسمشر حامد کرزي او د جرمني کانسلرې انګېلا مېرکل په برلين کې د افغانستان او جرمني تر منځ ستراتيژيک سند لاسليک کړ. د دغه سند له مخې به جرمني تر 2014 کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره د کال 148 ميليون مرسته کوي. په تړون کې ويل شوي چې جرمني به تر 2014 کال وروسته هم د افغانستان تر څنګ ولاړ وي. تر دې دمخه استراليا هم اعلان وکړ، چې تر 2014 کال وروسته به له افغانستان سره 300 ميليون ډالره مرسته وکړي.

عبدالله اڅړ
16.05.2012
پکستان د ناټو څخه يو ميليون ډالر د ور
پکستان د ناټو څخه يو ميليون ډالر د ورځې غواړي

پکستان وايي چې دوی به د ناټو مالونه پدې شرط پرېدي چې د دوی د خاور څخه تېر شي چې دوی ته د ورځّې يو ميليون ډالر ورکړل شي.  دوی دا خبره په رسمې ډول اعلان کړه چې پکستان ته دې د هرې لارۍ په سر باندې د پينځلس سوه ډالره څخه نيولې تر اتلس سوه ډالره پورې ورکړل شي چې د ناټو د اړتيا په نظر کې نيولو سره دغه روپۍ په کال کې نزدې ۳۶۵ ميليونو ډالرو ته رسيږي.

پاکستان خپله لار هاغه مهال وتړله چې د تېرکال د نومبر په ۲۶ امريکايي ځواکونوپه سرحدي پوليسو بمبار وکړ او نزدې ۲۴ پکستاني عسکر يې ووژل.

نجيب
16.05.2012
صبغت الله مجددي: صلاح الدين رباني د س
صبغت الله مجددي: صلاح الدين رباني د سولې شورا د رياست وړتيا نه لري

دمشرانو جرګې پخواني رييس صبغت الله مجددي له بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي، چې د سولې شورا نوی رييس صلاح الدين رباني د دې مقام وړتيا نه لري. مجددي چې له يوې مياشتې راهيسې يې خپلې ټولې دولتي دندې خوشې کړي او د احتجاج له مخې پر کور ناست دی، وايي ځکه يې له خپلو دندو استعفا کړې چې ولسمشر کرزي يې د سولې د شورا د رياست په اړه سلا ته غوږ نه دی نيولی. دی وايي چې صلاح الدين ربانې د سولې شورا د رياست لپاره ډېر ځوان دی او د طالبانو لپاره هم د منلو وړ نه دی. د ده په وينا د سولې شورا له 72 تنو غړو څخه 70 تنه يې د صلاح الدين رباني مخالف وو.

عبدالله اڅړ
16.05.2012
د ستراتيژيک تړون له مخې به جرمني په ا
د ستراتيژيک تړون له مخې به جرمني په افغانستان کې زر تنه پوځيان وساتي

ولسمشر کرزی پرون جرمني ته د دې لپاره روان شو، چې هلته د جرمني له کانسلرې( انګېلا مېرکل) سره د افغانستان او جرمني ستراتيژيک تړون لاسليک کړي. د جرمني د مشهورې رسنۍ (شپيګل) په وينا د ستراتيژيک تړون له مخې به جرمني تر 2014 کال وروسته تر لسو کلو پورې د افغانستان له وسله والو ځواکونو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته کوي او له اړتيا سره سم به تر زرو تنو پوځيان په افغانستان کې ساتي. ټاکل شوې چې ولسمشر کرزی په جرمني کې د تړون تر لاسليک کولو وروسته امريکې ته لاړ شي او هلته د ناټو په سرمشريزه کې پر ګډون سربېره له اسټراليا سره هم ورته ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.

امين الله هوتک
16.05.2012
اسټراليا تر 2014 کال وروسته د کال سل مي
اسټراليا تر 2014 کال وروسته د کال سل ميليون ډالره له افغان ځواکونو سره مرسته کوي

د اسټراليا حکومت وايي، چې دوی به تر 2014 کال وروسته تر دريو کلو پورې د افغانستان له وسله والو ځواکونو سره د کال 100 ميليون ډالره مرسته وکړي. اسټراليا به همداراز د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي او د ځانګړو ځواکونو يوه ډله به هم په افغانستان کې وساتي. د استراليا لومړۍ وزيره (جوليا ګيلارډ) او دفاع وزير (ستېفن سمېت) به په روانه اونۍ کې امريکې ته لاړ شي، چې د ناټو په سرمشريزه کې د افغانستان لپاره د اسټراليا د مرستو اعلان وکړي او له ولسمشر کرزي سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي. اسټراليا همداراز ژمنه کړې چې تر 2014 کال وروسته به د پوهنې او روغتيا په برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

امين الله هوتک
16.05.2012
د امريکې دفاع وزير د (اېف 22) الوتکو پر
د امريکې دفاع وزير د (اېف 22) الوتکو پر الوتنو بنديز ولګاوه

د امريکې دفاع وزارت خبر ورکوي، چې دفاع وزير (ليون پانېتا) د يوه فرمان په ترڅ کې د (اېف 22) الوتکو پر الوتنو محدوديت ولګاوه. له 2008 کال راهيسې د اېف 22 الوتکو پيلوټانو شکايت درلود، چې دوی ته د الوتنې پروخت سرګرځېدل او د ليد ستونزې پېښېدې او دوی د اکسېجن د کمښت احساس کاوه. پانېتا امر وکړ، چې تر دې وروسته دې اېف 22 يوازې هوايي ډګرونو ته نږدې الوتنې وکړي، چې که پيلوټ ته يې د بېړنۍ ناستې اړيتا پېښېده ځان هوايي ډګر ته ورسولی او په دې توګه يې دا الوتکې له لرې الوتنو منع کړې. ښايي د يوې مؤقتې چارې په توګه په دغو الوتکو کې د اکسېجن يوه اضافي کڅوړه کېښودل شي. اېف 22 د امريکې ډېرې پر مختللې جنګي الوتکې ګڼل کېږي.

امين الله هوتک
16.05.2012
ولسمشر کرزی د جرمني په سفر روان شو
ولسمشر کرزی د جرمني په سفر روان شو

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکوي، چې ولسمشر کرزی پرون (سه شنبه) د جرمني په لوري روان شو. ولسمشر کرزی به په جرمني کې د افغانستان او جرمني تر منځ ستراتيژيک سند لاسليک کړي او بيا به د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره امريکې ته لاړ شي. ټاکل شوې د شيکاګو په کنفرانس کې د باراک اوباما په ګډون د 50 هېوادونو مشران ګډون وکړي.

عبدالله اڅړ
16.05.2012
ناټو د پاکستان ولسمشر ته د شيکاګو په
ناټو د پاکستان ولسمشر ته د شيکاګو په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه

د ناټو چارواکو د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته بلنه ورکړه چې راتلونکې اونۍ په شيکاګو کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. د شيکاګو کنفرانس يا سرمشريزه به تر ډېره بريده د افغانستان پر مساله بحث وکړي. د شنونکو په اند زرداري ته بلنه په دې مانا ده، چې پاکستان به تر سرمشريزې وړاندې د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې لارې خلاصې کړي.

عبدالله اڅړ
15.05.2012
ښايي جنرال (جان الن) له افغانستان څخه
ښايي جنرال (جان الن) له افغانستان څخه تبديل شي

نا اعلان شوي خبرونه وايي، چې امريکا په پام کې لري په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ( جان الن) په اروپا کې د امريکايي ځواکونو د قومندان په توګه وګوماري. خبر وايي، چې جان الن د امريکې په پوځ کې ډېر محبوبيت لري او که دی دغې دندې ته ونومول شي، نو څوک به يې مخالفت ونه کړي. د پنتاګون وياند( جارج لېتل) وايي، چې تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې. خو دخبرونو له مخې ښايي د شيکاګو کنفرانس په درشل کې د جان الن د نوې دندې په اړه رسما اعلان وشي.

عبدالله اڅړ
15.05.2012
اروپايي اتحاديې له افغانستان څخه د ف
اروپايي اتحاديې له افغانستان څخه د فساد پروړاندې د هڅو په اړه توضيحات وغوښتل

پرون د اروپايي اتحاديې د 27 هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله ګډه ناسته کې د افغانستان پر دولت غږ وکړ چې خپلې دندې په ښه شان ترسره کړي، د رڼو ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي، مصالحه پر مخ بوځي، د خپلواکې مدني ټولنې د جوړښت لپاره لاره اواره کړي او د خپلو امنيتي ځواکونو د کيفيت لوړولوته پاملرنه وکړي. غونډې همداراز د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له اداري فساد سره د مبارزې په لړ کې د خپلو اصلاحاتو لېست دوی ته وسپاري او په اړه يې توضيحات ورکړي. اروپايي اتحاديه هر کال له افغانستان سره د 1.3 ميليارد ډالرو په کچه مرسته کوي، خو غونډې د راتلونکو مرستو د کچې په اړه څه ونه ويل خو ژمنه يې وکړه چې د اروپايي اتحاديې مرستې به له افغانستان سره تر اوږده مهاله دوام ولري.

عبدالله اڅړ
15.05.2012
رايان کراکر: پاکستان دې د ترهرګرو ډلو
رايان کراکر: پاکستان دې د ترهرګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي

په افغانستان کې د امريکې سفير (رايان کراکر) پرون ننګرهار ته د سفر پرمهال وويل، چې پاکستان بايد د حقاني ډلې په څېر د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي. رايان کراکر چې پرون يې د ننګرهار له والي ګل اغا شېرزي سره يوه مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، د افغانستان ګاونډو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د امريکې او افغانستان تر منځ ستراتيژيک تړون د هېچا په زيان نه دی. ده پاکستان ته په خطاب وويل، چې که په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځته شي نو پاکستان ته به يې هم زيان ورسېږي. ده وويل چې ستراتيژيک تړون ښايي تر 2024 کال وروسته هم وغځول شي.

عبدالله اڅړ
15.05.2012
دعربي خليج دهمکارۍ شورا غړو د نوې اتح
دعربي خليج دهمکارۍ شورا غړو د نوې اتحاديې پر جوړولو خبرې وکړې

د عربي خليج د همکارۍ شورا ګډه ناسته پرون د سعودي عربستان په مرکز رياض کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې پر دې مسايلو خبرې وشوې، چې څنګه د غړو هېوادونو تر منځ همکاري په پياوړي اتحاد واړول شي او د عربي خليج د هېوادونو اتحاديه رامنځته شي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير (ملک فيصل) وويل، چې د ځانګړو کمېټو د کار له بشپړېدو سره به يوه فوق العاده غونډه راوبلل شي او په هغې کې به د نوې اتحاديې اعلان وشي. په غونډه کې همداراز د متحده اماراتو او ايران پر اختلافاتو او د بحرين د وضعيت په اړه خبرې وشوې.

عبدالله اڅړ
دهرچادوست دهيچا دوست نه دی. (يوردالو)
 بی خونده خبری(۶۲): راتلونکی ټول ټاکنی، او نوي سیاسی بنډارونه
17.05.2012
بی خونده خبری(۶۲): راتلونکی ټول ټاکنی، او نوي سیاسی بنډارونه / وسيم سجاد، کابل
وسیم سجاد، کابل می۲۰۱۲،۱۶ سیاسی ګوندونه که ادبی ناستی سیاسی ګوندونه خو تر ټاکنو پوری خاندانی او...خاندانی جذباتیان مونږ ته په لیسی کی یو چا \"دری قرا... نور
 نظريات او وړانديزونه
ستاسې نظر او وړانديز
یو نظر..
یو نظر

ستاسو ویت پاڼه مې خوښه ده

مننه

ويب پاڼه د ستايلو وړ ده..
ويب پاڼه د ستايلو وړ ده
مننه ګرانو چلوونکو ښکولی ویب پاڼه ده دستایلو وړ ده کامیاب او بریالی اوسی
ستا سو ويب سايت زما زيات خوښ دي..
ستا سو ويب سايت زما زيات خوښ دي
سلامونه اونيكي هيلي 

ستا سو ويب سايت زما زيات خوښ دي  دا ټول اسلامي معلومات مي ولوستل خداي ج  تاسي ته خير در كړي 
په واقعت چي يو ښكلي او په زړه پوري سايت دي او ښه معلوما ت لري 
بيا هم مننه 

پښتو فونټونه..
پښتو فونټونه

د روهي ویب پاڼي محترمې ادارې ته!

تر هر څه د مخه تاسو ټولو کار کوونکو ته سلامونه وړاندې کوم

په وینډوز 7 کې په اصلي او ډیفالټ حالت کې پښتو ژبه موجوده ده او انسټالولو ته یې اړتیا نشته، خو د پښتو لپاره مختلف فونټونه پکې نشته تر څو یو متن ته زیاته ښکلا ورکړي. ما په مختفو پښتو او نورو سایټونو کې ډیر وپلټل خو پیدا مې نه کړای شول، نو یواځینۍ هیله مې اوس خپلې روهي ویبپاڼي ته ده چې پدې هکله یو څه وکړي. له روهي ویبپاڼي څخه هیله کوم چې په خپل سایټ کې د ډاونلوډ لپاره د پښتو فونټونه کیږدي تر څو مونږ يې په خپلو کمپیوټرونو کې انسټال کړو. دا به زمونږ سره ستاسو له خوا د تل په څېر یوه لوه مرسته او خدمت وي

ډیره مننه

په درنا وي

سمیع الله ویسا

وړاندیز..
وړاندیز
د روهي ویب پاڼې ټولو کار کونکو او ادارې  ته خپل سلامونه ډالۍ کوم
غواړم چې پر له پسې په مسلسله توګه د یو عنوان ډیر مضامین په نوبت درسره شریک کړم  چې دغه عنوان ده ( د اصحابو کرام رضی الله تعالی عنهما د ژوند پلوشې) چې په تفصیل سره په کښ د اصحابو کرام فضایل او حکایات ذ کر شوي دی مولف ېې = دوکتور رافت باشا او پښتو ژباړه ېې محترم محمد ګلاب بشار صاحب کړې ده  زه ې صرف تاسو ته درلیږم د اجر په نیت که ېې نشر کړی الله تعالی به په دنیا او اخرت کښ عوضونه درکړي 
دغه ټول ما په ومایکرو سوفټ ورډ کښ لیکلي نو ایا همدغه(mdweyal@gmail.com) ته ېې اټیچ کړم او که بل ایمیل راکوې  هیله ده چې موفقت راسره وکړی او انشا الله د دې تر څنګ کښ به نو رې موضوع ګانې هم درسره شریکې کړم
ستاسو د چټک ځواب په هیله

د روهي ويب پاڼې يادونه:
ښاغليه ستاسو له پيرزوينو مننه. تاسې کولئ شئ د اړيکې په برخه کې هم زموږ پته وګورئ او يا هم د پاڼې له ﻻرې مطالب راوليږئ. موږ ځکه ستاسو لپاره ځواب په پاڼه کې خپور کړ، چې تاسې خپله پته نه وه ليکلي. ستاسو د همکاريو په هيله.
پر کابل د طالبانو وروستی بريد وښودله، چې :
افغان ځواکونو د دفاع وړتيا لري.
وړتيا يې ډېره کمزورې ده.
د منځنۍ کچې دي.
©www.rohi.af All rights reserved 2006-2012 pashto news Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  ويډيو گانې |  اړيكي |